ایکنا خبري اژانس د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د اطلاع رسونې د دفتر په قول راپور ورکړ د حضرت ختمي مرتبت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم او د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره په یووخت د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي پرون سهار د هیواد له یوشمیر چارواکو، د اسلامي هیوادونو له سفیرانو او په اسلامي وحدت کانفرنس کښې له ګډون کونکو میلمنو او د خلکو له بیلابیلو پرګنو سره په کتنه کښې ستر نبوي درس امت جوړول وبلل او د اسلامۍ نړۍ د وحدت او د اسلامي امت په جوړولو کښې د خواصو (شخصیتونو) په رول باندې ټینګار سره وویل: د اسلامي امت په جوړیدا سره مسلمانان په خپل داخلي قدرت سره کولای شي له فلسطین څخه د صهیوني رژیم خبیثه او سرطاني غده(دانه) له فلسطینه لیرې کړي او په سیمه کښې د امریکا زور ویونکي لاسوهنه، سلطه او نفوذ هم له مینځه یوسي.
حضرت ایت الله خامنه اي په دغه کتنه کښې د نبي اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د زوکړې د کلیزې په مناسبت مبارکۍ ویلو سره د اسلام د پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم زوکړه د ختم نبوت سریزه یعني د بشرد نیکمرغۍ نهايی او بشپړه نسخه وبلله او ویې ویل: الهي انبیا علیه السلام د تاریخ په اوږدو کښې د بشر د حرکت د کاروانونو سالاران دي چې هم لاره ښيي او د پوهې او د تفکر د ځواک او د فطرت په راویښولو سره انسانانو ته د لارې د تشخیص او پیژندلو قدرت ورکوي.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود په بیلابیلو پړاونو کښې د پیغمبرانو بلنه متفاوته وبلله او په دې خبرې باندې ټینګار سره د بشر د ستر کاروان اصلي او نهايي قافله سالار او مشر د اسلام د پیغمبرسپیڅلی وجود و زیاته کړه : د اسلام پیغمبر د ژوند لپاره بشپړه ، جامع او هراړخیزه درس راوړی دی چې زمونږ لپاره تر ټولو ستر نبوي درس د امت جوړول او د اسلامي امت جوړول دي.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په مکه کښې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله وسلم دیارلس کاله مبارزې،او د هغه وخت سختیانې، مشکلات، لوږې او له هغه وروسته د هجرت پړاو د اسلامي امت د بنسټ د کیښودلو زمینه جوړونکی وباله او جوته یې کړه: نن سبا ډیراسلامي هیوادونه شته او کابو دوه میلیارډه مسلمانان په نړۍ کښې ژوند کوي خو دغه ټولګې ته د امت نوم نشو ورکولای ځکه چې امت داسې ټولګې ته ویل کیږي چې غږمله او په انګیزې سره د یوه هدف په لور حرکت وکړ خو مونږ مسلمانان نن سبا تیت پرک یوو.
حضرت ایت الله خامنه اي ، د مسلمانانو د تیت پرک نتیجه د اسلام د دښمانانو سلطه او د امریکا ملاتړونو ته د ځینو اسلامي هیوادونو د ضرورت احساس وباله او زیاته یې کړه: که چیرې مسلمانان تیت پرک نه وائ نو کولای شو د یوبل له امکانانو په استفادې او ملاتړ کولو سره یوه واحده ټولګه جوړه کړي چې له ټولو سترو قدرتونو به قدرتمه وه او نورپه امریکا باندې د تکیې کولو ضرورت یې نه درلود.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د اسلامي امت په جوړیدا باندې د اغیزشیندونکو عواملو ته په اشارې سره وویل: په دې زمینه کښې اسلامي هیوادونه اغیز شیندونکي کیدلای شي او دا د اسلامي نړۍ د خواصو یعني د سیاستوالانو ، علماو، ساینس پوهانو(عالمانو) پوهنتونوالو او د فکر د خاوندانو او د نفوذ لرونکو پرګنو ، شاعرانو ، لیکوالانو ، سیاسۍ او ټولنیزو شناندو دنده ده چې په چارواکو کښې دغه انګیزه رامینځته کړي.
د اسلامي انقلاب ستر لار ښود جوته کړه: که چیرې د اسلامي دنیا مطبوعات او رسنۍ تر لسو کلونو پورې د اسلامي اتحاد په هکله مقالې ولیکي، شاعران شعرونه ووايي، د پوهنتون استادان شننې وکړي او دیني عالمان حکمونه ورکړي بې له شکه حالت په کلي ډول بدلیږي او د ملتونو په راویښیدا سره حکومتونه هم د خلکو د غوښتنې په لاره کښې حرکت کولو ته مجبوریږي.
حضرت ایت الله خامنه اي د وحدت رامینځته کول او د اسلامي امت جوړول د اسلامي امت د جوړیدا د مخنیوي لپاره د یوه تر ټولوغلیمانه چلول په توګه د مذهبي او د دیني دښمانانو لرل یاد کړل او زیاته یې کړه: د دې خبرې علت چې بزرګوار امام حضرت امام خمیني رح د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب مخکې دومره زیات د شیعه او د سني په وحدت ټینګار کاوه دا دی چې د اسلامي نړۍ قدرت د اتحاد په خاطر دی.
هغه حضرت له ایران څخه اسلامي دنیا ته د وحدت د پیغام په هکله یوه مهم ټکي ته اشاره وکړه او ویې ویل که چیرې غواړو په دنیا کښې زمونږ د وحدت پیغام صادقانه وګڼل شي باید د ځان دننه متحد عمل وکړو او د حقیقي هدفونو په لور حرکت وکړو او د سلیقې او د اختلاف نظر باید د ملت په همدستۍ او اتحاد باندې اغیز ونه شیندي.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود په غزې تړانګه ، لویدیځه غاړه ، لبنان او سوریې کښې د صهیونیسټانو بې شرمانه او ښکاره جنایتونو ته په اشارې سره وویل :
د هغوې د جنایتونه لوري د جنګ خلک نه دي بلکي عام وګړي دي او کله چې په فلسطین کښې ونه توانیدل د جنګ کسانو ته ګوزار ورکړي نود خپل له خباثت څخه ډکه او جاهلانه غصه یې د فلسطین په نوزیږو او کوچنیو ماشومانو او د روغتونونو په ناروغانو خالي کړه.
حضرت ایت الله خامنه اي د دغه غمیزه رامینځته کونکي حالت علت له خپل داخلي قدرت څخه په استفادې کولو کښې د اسلامي ټولنې بې وسۍ وبلله او له صهیونیسټ رژیم سره د اسلامي هیوادونو د اقتصادي اړیکوپه بشپړه ډول د غوڅولو پر ضرورت باندې ټینګار سره زیاته کړه: اسلامي هیوادونه باید له صهیونیسټ رژیم سره سیاسي اړیکې په کلي ډول کمزوري کړي او خپلې سیاسي او مطبوعاتي حملې زیاتې کړي په صراحت سره وښيي چې د فلسطین د ملت په څنګ کښې ولاړ دی.
د دغه کتنې په پیل کښې د ایران ولسمشر ښاغلي مسعود پزشکیان د مسلمانانو ترمینځ د اتحاد او د وروګلوۍ په رامینځته کولو کښې نبوي سیرت ته په اشارې سره د صهیونیسټ رژیم د تیریو د مخه د نیولو لاره د مسلمانانو ورورګلوۍ او یو موټی کیدل وبلله او ویې ویل که چیرې مسلمان سره متحد او یو موټی وائ صهیونیسټ رژیم د اوسنیو جنایتونو د ترسره کولو او د ماشومانو او د ښځو د وژلو جرات نه کاوه.